انصار:( دلړم ۱۵ مه) د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له سپین بولدک څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د تورخم او سپین بولدک له لارې د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۱۵۰زره ته رسېدلی دی.
باختر دولتي آژانس د نوموړي له قوله ویلي چې د تورخم او سپین بولدک له لارو څخه ۱۵۰زره کډوال بیرته هېواد ته راغلي دي.
نوموړي ویلي، دا شمېر وروستی نه دی، ځکه په وینا یې، نور کډوال هم راروان دي.
هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان د حکومت له خوا د ورکړل شوي مهلت په پای کې پیل شو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28281
قرأ